خوست: د یعقوبیو ولسوالۍ مربوط په طوطي کلي کې د یووالي په نوم دوالیبال ټورنامینټ پای ته ورسېد

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۰:۱۹
خوست: د یعقوبیو ولسوالۍ مربوط په طوطي کلي کې د یووالي په نوم دوالیبال ټورنامینټ پای ته ورسېد

خوست: د یعقوبیو ولسوالۍ مربوط په طوطي کلي کې د یووالي په نوم دوالیبال ټورنامینټ پای ته ورسېد

دخوست ولایت مربوط د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ په طوطي کلي کې دافغانستان اسلامي امارت د ورزشي امریت او د همدې کلي دځوانانو له خوا د والیبال جوړ شوی ټورنامینټ پای ته ورسېد.

دغه ټورنامینټ، چې پکې له ټول خوست څخه ۴۶ پیاوړو لوبډلو برخه لرله ، دوه میاشتې وړاندې پيل شوی و، چې موخه یې یووالی او دسیمې نویو ځوانانو ته دورزش په ډګر کې د پرمختګ زمینه مساعده ول وو.

د ټورنامینټ په وروستۍ لوبه کې دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ، قومي مشرانو، فعالو ځوانانو، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

په مراسمو کې د ا.ا.ا دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ وویل ،چې هڅه کوو ،څو ځوانان په سالم مصروفیت سره دخپل هېواد جوړوونې ته رادعوت کړو او ځوانان په خپلو کې د مینې او ورورۍ په فضا کې سره ورزشي مسابقات ترسره کړي .

ملنګ مننه وکړه ، د امارت له ټولو لوړ پوړو چارواکو ،چې همېشه یې ورزش ته توجه کړې او د ټولو ورزشي برنامو امنیت یې په پوره زړورتوب سره نیولی.

ددې ټورنامینټ پای لوبې ته د (سین الله) او ( نوراحمد ) لوبډلې وتلې وې ،چې پای لوبه ( سین الله ) درې صفر په خپل نوم کړه .

ددې ټورنامینټ له پاره یو سیټ کپونه، (20) مډالونه ، (30) دقهرمانۍ حکمونه او ستاینلیکونه د ورزشي امریت له لوري ترتیب شوي وو، چې په بریالیو لوبډلو ، ورزشکارانو ، مشرانو او فعالو ځوانانو ووېشل شول.

د یادولو وړ ده،چې ورزشي اداره په خپل بریالي پلان سره هره جمعه د مختلفو لوبو برنامې ترتیبوي او په بریالیتوب سره یې سرته رسوي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS