خوست؛ ګربزو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د نجیب الله ترکي په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عنایت الله او ینګ سټارز لوبډلو ترمنځ ترمنځ ترسره شوه. ینګ سټارز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو دریېوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۸ منډوهدف وټاکه. عنایت الله لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۷ منډو په توپیر وبایلله.
دا سیالۍ د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شـ.هید نجیب الله ترکي په یاد پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.