خوست؛. د ټولنیز یووالي په نوم د فوټبال ټورنمنټ د م.ج.ا.هد کلپ په اتلولۍ پای ته ورسېد
د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د برک موسسې د UNDP ټولنیز عدالت په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د یووالي ټورنمینټ، چې لس ورځې مخکې د یاد ولایت په اماني لوبغالي کې پیل شوی و، د م.ج.اهد کلپ په اتلولۍ پای ته ورسېده.
پایلوبه د کلوب او م.ج.ا.هد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سیالي تر ټاکلي وخت مساوي پای ته ورسېده په پایله کې مجاهد کلپ په رنینګ فینالټیو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو په پای کې د ورزش آمریت، فوټبال فدراسیون نمایندګۍ او د والیبال فدراسیون نماینده ګۍ له لوري د برک موسسې مسوولینو ته د غوره فعالیتونو په موخه ستاینلکونه ورکړل شول.