تخار؛ تالقان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۴۷
تخار؛ تالقان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې پيروزي شاهین لوبډلې خپلې سیالې ارزوی شاهین لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د تخار ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۵:۱۴
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په ش.ه.ي.ډ عبدالسلام ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ د شپاړلس کلنو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۴:۰

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې يوه. . .

BACK TO NEWS