بلخ کې د څلورو ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه
د بلخ په مزار شریف ښار کې د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د څلورو ولایتونو چاپندازانو ترمنځ د ورزلوبې سیالۍ ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې چې د بلخ په ګډون د بغلان، سمنګان او جوزجان ولایت چاپندازانو ګډون درلود د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو او مینوالو په حضور کې ترسره شوه.
فرید پهلوان د بلخ ولایت د وزلوبې فدراسیون مشر سروربای قریشي په اس باندې وتوانید چې دایره حلاله کړي او پنځه زره افغانۍ جایزه یې ترلاسه کړه.
همدا راز سرور پهلوان د بلخ ولایت د وزلوبې فدراسیون مرستیال اسلام الدین پیمان په اس باندې هم وتوانید چې دایره حلاله کړي او پنځه زره افغانۍ جایزه وګټي.
دا سیالۍ د یادو ولایتونو د چاپندازانو ترمنځ د همغږۍ، تجربو شریکول او یووالي په موخه پیل شوې وه.