زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د دوديزو او عنعنوي لوبو مديريت له لوري د دوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د نادرخان او روزي محمد د کلبونو ۴۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې د نادر خان کلب د ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.