غزني کې د ۱۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کونګ فو فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۱۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې له هرې کټګورۍ اته ورزشکاران، چې ټول ۳۲ ورزشکاران کېږي د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شوه.
د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل و.