د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د اټک انرژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۵:۳۶
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د اټک انرژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ د ۶۶ لوبو او یوې میاشتې دوام وروسته د فوټبال ملي فدراسیون په سټېډیوم کې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریاست عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، ذ افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ او د ورزش ادارې، فوټبال فدراسیون او د اریانا تلویزیون رهبرۍ غړو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د اټک انرژي لوبډلې خپلې سیالې عدالت فراه لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، چې دغې بریا سره اټک انرژي لوبډلې په ټولو سیالیو کې د ۴۲ ګولونو او ۳۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په پای کې حامد امیري له سرخ پوشان خوافي هرات لوبډلې څخه غوره لوبغاړی، عصمت هدفمند له موج ساحل لوبډلې څخه غوره ګول وهونکی، فیصل حمیدي غوره ګول ساتونکی، علي احمد یار زاده د اټک انرژي لوبډلې غوره روزونکی او د خراسان فاریاب لوبډلې د زړورې سیالۍ کوونکې لوبډلې نوم ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې سرخ پوشان لوبډلې دویم او ابو مسلم فراه لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۷
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټڼبال سیالۍ پیل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۵
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS