هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په ش.ه.ي.ډ عبدالسلام ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ د شپاړلس کلنو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پايلوبه د ځواک او خبيب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې خبيب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.