کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۳۸
کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د منورې ولسوالۍ په کوټ سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د کونړ مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کونړ مرکز او ماموند زلمي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ماموند زلمي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷۷ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کونړ مرکز لوبډلې ياد هدف په ۵م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ويکټو په توپير وگټله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۶
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پایله کې د ۷ جوړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۲
Background image

غور؛ دولتيار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS