کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ملي فدراسيون ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې
د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ لوی رياست په همکارۍ او د فول رزم ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې د کابل لوبډلې لپاره د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې له هرې گټکورۍ نه پنځه ورزشکاران، چې ټولټال ۲۰ ورزشکاران کېږي، د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
د سياليو د پرانيستلو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی رياست ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د ياد رياست ځينو امرانو، د فول رزم ملي فدراسيون رهبري پلاوي، په ولايتونو کې د فدراسيون استازو، ورزشکارانو او د ورزش گڼو مينوالو گډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني د سياليو د ترسره کېدو په اړه خوښي څرگنده کړه او ورزشکارانو ته يې د بريا هېله وکړه، نوموړي همدا راز زياته کړه « د هېواد د ورزش اداره تل د ورزشکارانو ملاټر کوي او هر وخت ورزش ته کار کوي».
د یاد فدراسیون د مسؤلينو په وينا د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د فول رزم ورزش ته وده ورکول او د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
