په فيض اباد کې د مني کپ تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

qarizada_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۸:۷
په فيض اباد کې د مني کپ تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۴۰۰

تمیم هیبت

دا لوبې د فیض آباد د مرکز او ولسوالیو د ۱۸ الف لوبډلو ترمنځ د نوي ښار په لومړۍ برخه ورزشی لوبغالي کې له ۳۵ ورځو څخه زيات دوام وکړ چې تیره ورځ د 1400 کال د لیندۍ په 15مه نېټه د دې ټورنمنټ پای لوبه د آریانا ځوانانو لوبډلې د (2) امتیازو سره لومړی مقام خپل کړ.

همدا راز د نوي ښار د لومړی برخی ټیم (1) امتیاز په درلودلو سره دوهم ځای خپل کړ.

په دې لوبه کې ورزشکارانو د تشویق په موخه د یاد ولایت د چارواکي ګډون کړی و .

او په پای کې د فوټبال فدراسیون د ورزش امر لخوا ډالۍ په ګټونکو ټیمونو ترمنځ وویشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۹:۴۸
Background image

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ویلچر باسکیټبال ملي لوبډلې په ټایلنډ هېواد کې د آسیا د سهمیې د ګټلو روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر نن سهار ماتې ورکړه.

د هېواد د ملي لوبډلې راتلونکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۹:۴۰
Background image

دایکندي؛ د اتحاد شهرستان لوبډلې د شهرستان د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه.

د والیبال هغه سیالۍ چې څه مودې وړاندې د اخترجام په نوم د دایکندي ولایت د ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پیل شوې وې، د اتحاد شهرستان لوبډلې په لومړي او د تمدن غاف. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۹:۳۴
Background image

غزني؛ امید غزني د فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله.

د غزنی د فوټبال غوره لیګ چې دوه اونۍ وړاندې د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوی وه په کې د ازادۍ، امید غزني، صداقت، کاروان کوچي، جمعیت منګور، ده یک ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی وه د امید غزني په اتلولې. . .

BACK TO NEWS