په خوست ولایت د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د همدې رشتې د څلورو کلبونو د (۷۰) لوبغاړو ترمنځ مسابقات ترسره شول.

qarizada_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۵:۲۷
په خوست ولایت د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د همدې رشتې د څلورو کلبونو د (۷۰) لوبغاړو ترمنځ مسابقات ترسره شول.

په خوست ولایت د ITF تکواندو فدراسیون له لوري د همدې رشتې د څلورو کلبونو د (۷۰) لوبغاړو ترمنځ مسابقات ترسره شول.

په دې مسابقاتو کې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارکو دخوست ولایت ورزشي عمومي امر عزیزالرحمن ملنګ ، د دویمي حوزي امر صیب عثماني ، دمختلفو ورزشي رشتو مسؤولینو، ورزشکارانو او د ورزش مینه والونه برخه اخیستې وه.

دمراسمو په پیل کې دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ پرانیستونکې وینا وکړه ،چې نوموړي په خپله وینا کې د خوست ولایت په ورزشي بهیر مفصلې خبرې وکړې . ملنګ وویل ،چې دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی ،چې نن ورځ خوست ولایت د ITF تکواندو رشتې د( ۷۰ ) لوبغاړو ،چې (۳۵) جوړې کېدلې ، مسابقات ترسره کیږي.

ملنګ له خوست ولایت مقام، له ټولو امنیتي ځواکونو په خاص ډول د امنیه قوماندانۍ د دویمې امنیتي حوزې له مسؤولینو مننه وکړه، هروخت یې د ټولو ورزشي پروګرامونو نظم او امنیت نیولی.

ملنګ زیاته کړه، چې دغه مسابقات له اسلامي امارت څخه د لوبغاړو دملاتړ مسابقات دي .

نوموړي وویل، چې موږ تل له ورزشکارانو سره یو او همېشه به د دوی لاس نیوی کوو.

له ویناوو وروسته مسابقات پیل شول، چې ګڼشمېر ننداره کوونکو د خپلې خوښې او پیاوړي لوبغاړي تشویق کول.

همدارنګه د ورزشي امریت له لوري دقهرمانۍ حکمونه ، ستاینلیکونه او ورزشي لوازم دیادې رشتې په واک کې ورکړل شوي ،چې مستحقو لوبغاړو ته ورکړل شول.

همدارنګه د همدې رشتې مسؤولینو له ورزشي امارت مننه وکړه،چې له دوی سره تل همکار دي.

د یادولو وړده،چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته هره ورځ خوست ولایت دیوې نه یوې رشتې د مسابقاتو د تر سره کولو شاهد دی او دا لړۍ به لا هم روانه وي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۸:۷
Background image

په فيض اباد کې د مني کپ تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۴۰۰

تمیم هیبت

دا لوبې د فیض آباد د مرکز او ولسوالیو د ۱۸ الف لوبډلو ترمنځ د نوي ښار په لومړۍ برخه ورزشی لوبغالي کې له ۳۵ ورځو څخه زيات دوام وکړ چې تیره ورځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۷:۴۳
Background image

کابل کې د فوټبال اتم پړاو سیالۍ د چهار شنبې په ورځ پیلېږي

کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو د ب ګروپ سیالۍ سبا چهارشنبه د لېندۍ میاشتې په ۱۷ نېټه د کابل په ورزشي سټېډیوم کې پیلېږي.

د دې سیاليو په لړ کې لومړی داودزی لوبډله د سپهر پر وړاندې او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۵:۸
Background image

د خوست ولایت ورزشي امریت ته نوی سرپرست امر معرفي شو

سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۴۰۰

فضلیار

هغه مراسم چې په همدې موخه دخوست ولایت په ورزشي امریت کې نیول شوي وو، پکې د ولایت مقام د منابع بشري رﺉیس نقیب الله متونوال ، دخوست ولایت پخواني ورزشي. . .

BACK TO NEWS