هرات مرکز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ITF تکواندو ټاکنیزې سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ITF تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ITF تکواندو ټاکنیزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو وزني او عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۱ ورزشکاران د هرات منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
