هرات؛ د دویندر غرختنې پینځه کسیزه لوبډله د دویندر غرونو ته وختله
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د دویندر غرختنې پينځه کسیزه لوبډله د کرخ ولسوالۍ له بادام کلي څخه تر د اوبه ولسوالۍ چشمه اب ګرم کلي پورې د لومړي ځل لپاره د دویندر غرونو ۳۲۵۰ متري واټن پورې وختله.
د هېواد غرختنې فدراسیون نماینده ګۍ مسوولین وایي: دارنګه سیالۍ د دودیزو ورزشونو د ودې لپاره ډېرې ګټورې دي، چې دغه سیالي د دغو ورزشونو یوه برخه ده.
د یادې غرختنې موخه د هېواد وروستیو سېلاب ځپلو وګړو سره د خلکو مرسته کول و.