د میدان وردګو ولایت قدم وهونکی ستوری!
حمید راحل چې کیدای شي زیات شمیر یې له نامه سره آشنا هم وي وکولای شول چې د ۲۰۲۱ کال په آخر کې د کابل ولایت څخه تر وردګو ولایت پورې ۲ ورځې پلی تګ وکړي.
نوموړي د تیرې دوشنبې ورځ سهار ۸ بجې شاوخوا د کابل ولایت پینځمې ناحیې خوشحال خان سیمې څخه حرکت پیل او تر ۶ بجو د ماښام د وردګو ولایت دشت ټوپ سیمې پورې په یو ځلي او بیا
د سې شنبې ورځ په سهار بیا د همدې ورځې تر پایه (5pm) د چک ولسوالۍ خوات درې د آدم خیلو کلي پورې خپل پلی تګ پای ته وراسوه
نوموړي په دواړه ورځو کې ټولټال ( ۱۱۷۹۳۵ ) قدمه چې تقریبا ۹۵ کیلو متره کیږي واټن وهلی .
دا چې نظر مخکنیو وختونو ته پلی تګ اوس وخت کم رنګه شوی خلک زیاته استفاده له موټرونو او موټرسایکلونو څخه کوي نو پدې توګه ویلی شو چې اوس وخت کې نوموړي په کافي اندازه پلی تګ کړی.
هیره د نه وي اوس امنيت د ډاډ وړ دی او هر څوک کولای شي د هیواد ګوډ ګوډ ته سپاره او یا هم پلي سفرونه ترسره کړي.