د بلخ ولایت کې د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ د وزلوبې فدراسيون په همکارۍ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې په دغو سياليو کې دبلخ ولايت چاپ اندازانو ګډون کړی وه او خپلې سيالۍ يې په یوه ارامه فضا کې ترسره کړې .
د دغو سیالیو موخه د بلخ ولایت د چاپندازانو د کابل لیک ته چمتو والی ښودل شوی دی.
په پای کې عبدالصبور پهلوان او ګلبدین پهلوان تاشقرغاني د میدان لوبڅار له خوا ګټونکي وپیژندل شول په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او د جایزې ورکړل شوی .