خوست کې د فوټبال الف ګروپ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري په اماني ملي لوبغالي کې د دې ولایت د الف ګروپ د لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
په دې ګروپ کې پنځه لوبډلې شتون لري، چې لس ورځې به د لیګ ډول د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
د دې لیګ لومړۍ لوبه د لنډۍ ملا او مټه چینې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مټه چینې لوبډلې دغه لوبه ۲-۱ په توپیر په خپل نوم کړه.
د ټورنامینټ د افتتاح په مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال ، د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي مقدر قاضي زاده ، د فوټبال فدراسیون رهبرۍ ، پخوانیو لوبغاړو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.
یاده دې وي چې له دې ټورنامینټ څخه به دوې غوره لوبډلې غوره لیګ ته لاره مومي.