جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۴۸
جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په اب طاغن کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې وهاب لوبډلې خپلې سیالې حفيظ عمري لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او له مرکز څخه کليو ته د ورزش خپرول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۵۸
Background image

لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د پسرلني جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۵۳
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۵۰
Background image

هرات مرکز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ITF تکواندو ټاکنیزې سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ITF تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ITF تکواندو ټاکنیزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

BACK TO NEWS