بلخ ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسيون د استازولي له لوري په مزارشريف ښار کې د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر خزاني سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې درې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې لطف الله صادق لومړی او اتابش کريمي دويم مقام خپل کړ.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه ياد ورزش ته د ځوانانو هڅول او ټاکنيزو سياليو ته د ورزشکارانو چمتوالی ياد شوی دی.