بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چهاربولک ځوانانو لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې قزلایاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ د بلخ ولايت د واليبال ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ .
