کابل؛ د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ساندا سبک کې د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د هېواد المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست ووشو ورزشي جمنازیوم کې له کابل ښار د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ساندا سبک کې د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نوي ځوانانو په عمري کټګورۍ او ۳۹،۴۲،۴۵،۴۸،۵۲ او ۵۶ کیلوګرام په وزنونو کې ترسره شوې، چې له هرې کټګورۍ یو-یو ورزشکار د کابل ښار منتخبې لوبډلې وټاکل شو.
دغو سیالیو چې دوې ورځې یې دوام وکړ او موخه یې د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته ټاکل و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.