تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز تالقان ښار کې د ځوانانو، نویو ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د غوره څېرو موندل، په یاد ولایت کې د ووشو ورزش وده او پراختیا ښودل شوې ده، چې په پای کې د سیالیو د مسؤولانو له لوري غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.