زبير درونټې لوبډلې د ننگرهار فوټبال الف ليگ سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په سراج المارت بڼ کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د زبیر درونټې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې زبير درونټې لوبډلې خپلې سيالې پامير يارانو لوبډلې ته د ۴ پر صفر گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې زبير درونټې او پامير يارانو لوبډلو د ۱۴۰۶ ننگرهار فوټبال غوره ليگ سياليو ته لار ومونده.
