بلخ کې د ۲ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالي وشوه
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مقيم بای لوبغالي کې د دوو لوبډلو ۱۲ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالي وشوه.
دا سيالي د الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې الف لوبډلې خپلې سيالې ب لوبډلې ته د ۳ پر ۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د اتلولي يې وگټله.
ياده سيالي راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو د لا ښه چمتو والي او د دې ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوه، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
