کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په بیشکپي سيمه کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې يوه شپه يې دوام وکړ، په پايله کې ۳۲ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.