په کابل کې د سلام پوهنتون د فوتسال سياليو ليګ د اقتصاد پوهنځۍ اتحاد لوبډلې په لومړي مقام پاى ته ورسېدې
په کابل کې د فوټبال فدراسیون فوتسال جمنازيوم کې د سلام پوهنتون د فوتسال ليګ سيالۍ د اقتصاد پوهنځۍ اتحاد لوبډلې په لومړي او انجنيري پوهنځۍ کهکشان لوبډلې په دويم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل لوبه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کار ګر، د سلام پوهنتون رئیس ډاکتر مصباح الله باقي او ورزشکارانو ګډون درلود.
د دې ليک د پرانيستې په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن د لوبې ګډونوال ته خبرې وکړې نوموړي وويل؛ خوشحاله يم له کله چې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست ته راغلى يم په لومړي ځل د يو خصوصي پوهنتون لوبې ننداره کوم او هيله لرم چې په راتلونکې کې هم د داسې ليګ نو شاهد و اوسم.
ښاغلي مطمئن زياته کړه؛ په راتلونکي هم خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته د ورزش زمينې برابرولو ته ژمن يو.
ورپسې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کار ګر خبرې وکړې نوموړي ورزش په هېواد ځانګړى ځاى لري او د ورزش او ځوانانو ودې ته به نوره هم پاملرنه وشي.
کارګر له خصوصي پوهنتونونو سره د دېته ورته نورو سياليو ترسره کولو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د فوتسال دغه ليګ سيالۍ مياشت وړاندې د سلام پوهنتون نهو پوهنځيو ٩لوبډلو په ګډون د فوټبال فدراسیون په فوتسال جمنازيوم کې پيل شوې.
د دغو سياليو فاينل ته د اقتصاد پوهنځۍ اتحاد او انجنيري پوهنځۍ کهکشان لوبډلو لار ومونده.
چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د "١-٠" پايلې سره د اتحاد لوبډلې وګټله او د دې ليګ اتلولي يې خپله کړه.
په دغو سياليو کې د اتحاد لوبډلې لوبغاړي عبدالله ته د ليګ غوره لوبغاړي جايزه او ستاينليک ورکړل شو.
په پاى د سلام پوهنتون له لوري ښاغلي مطمئن او ځدراڼ ته چمتو شوې تقدیر نامې هم ورکړل شوې.
همداراز په پاى کې المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کار ګر او د سلام پوهنتون د مسوولینو له لورې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او مډالونو ورکړل شول.