بلخ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای پنځم پړاو سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې وشوې، چې په پایله کې يې ٢٠ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
