پکتيکا؛ خيرکوټ ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د خيرکوټ ولسوالۍ په ظفرخېل کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې کټواز الف کلب د ۳۶ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ظفرخېل کلب د ۳۴ امتيازونو په خپلولو سره دويم او C کلب د ۳۲ امتيازونو سره درېيم مقام خپل کړ.
