لېور پول کلب پېژندنه
نعیم پرهېز
سه شنبه، مرغومی۱۴، ۱۴۰۰
لېورپول کلب د انګلستان فوټبال غوره لیک حرفه يي لوبډله ده.
دا لوبډله په ۱۸۹۲م کال کې جوړه او په چټکۍ سره د انګلستان په فوټبال کې غوره او قدرتمنده لوبډله شوه. ياده لوبډله له ۱۹۰۰ تر ۱۴۷ م کاله پنځه ځله د لومړۍ درجې لیګ اتله شوه. له دې سره د ۵۰مې میلادي لسزیزې په پیل کې دا لوبډله له آفت سره مخ شوه او د لومړۍ درجې لیګ څخه له حذف کېدو وروسته يې اتهه کاله په دوهمه درجه لیګ کې تېر کړل.
په ۱۹۵۹ کال کې بیل شنکلي د دې لوبډلې د مشر روزونکي په ډول وګمارل شو، چې د شنکلي په شتون کې له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۲کلنو دې لوبډلې د دوهمې درجې لیګ پر سر کې ځای خپل کړ.
د لېور پول لوبغاړو په سنتي ډول سور او سپين لباس په تن کاوه او ۱۹۴۶کال په نومبر میاشت کې د دې لوبډلې لباس په سور رنګ واوښت.
د لېور پول لاسته راوړنې؛
دې کلب شپږ ځله د اروپا د اتلانو لیګ کې، درې ځله د اروپا لیګ کې او څلور ځله د اروپا په سوپر جام کې اتلولي خپله کړې چې د اروپا په سیالیو کې غوره انګلیسۍ لوبډله ګڼل کېږي.
همدارنګه لېور پول د کلبونو په نړیوال جام کې یوځل د لومړي او یو ځل د دوهم مقام په ګټلو سره د انګلیس تر ټولو غوره او بریالۍ لوبډله یادېږي.
دغه راز لېور پول ۱۹ځله د انګلیستان په کورنیو لیګونو کې اتلولي ګټله، اووه ځله په حذفي جام، ۱۵ځله د انګلیس سوپر جام کې او اتهه ځله يې د انګلیس اتحاديې جام کې لومړی مقام ګټلی.
په ټوله کې لېور پول د ۶۳ جامونو په ګټلو سره د انګلیس تر ټولو غوره او ویاړمنه لوبډله ګنل کېږي.