ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ډوانو ځوانانو او قلعه جات ایلیون سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ډوانو ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٧ منډو هدف وټاکه. قلعه جات ایلیون سټارز لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
