په ننګرهار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د والیبال فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج العمارت بڼ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خوږياڼو لوبډلې خپلې سیالې ميدان وردګ لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې دغو سياليو ۱۵ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.