د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د المپیک ملي کميټې او د ورزش ادارې ۵۵ رسمي ورزشي برنامې ترسره کړې

Afzal-af
د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د المپیک ملي کميټې او د ورزش ادارې ۵۵ رسمي ورزشي برنامې ترسره کړې

د المپیک ملي کمېټه او د ورزش اداره په هېواد کې د ورزش د مدیریت، پرمختګ او ثبات یوازېنی مسؤول ارګان دی چې په ورځني ډول پوره هڅه کوي د ورزش په برخه کې اغېزمن فعالیت ترسره او په متوازنه معیاري توګه ورزش د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي. د همدې بې پایه هڅو په دوام د تیرې یوې اونۍ په اږودو کې د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې تر اتمې نېټې پورې د ا.ا.ا د المپیک ملي کمېټې او د ورزش ادارې د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې ۵۵ بیلابېلې رسمي ورزشي برنامې ترسره کړې چې لنډيز یې په لاندې توګه دی:

۱. بلخ کې د ازادو سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو.

۲. خوست: د نېشه یي توکو پرضد د بایسکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې.

۳. پکتیا کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

۴. کندهار: د افغانستان اتلانو ليګ ته ورتګ فوټبال سياليو دوه يم پړاو کې يوه لوبه وشوه.

۵. ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ سيالۍ پېل شوې.

۶. باميانو کې د قوت الرمي سيالۍ ترسره شوې.

۷. ميدان وردګو ولایت کې د بوکسينګ غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

۸. لوګر: برکي برک ولسوالۍ کې د واليبال دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

۹. روسيې ته د افغان ورزشکارانو د تللي پلاوي مشر د دغه هېواد د ورزش له وزير سره وکتل.

۱۰. خوست: د ختيځ او سويل ختيځ زون فوټبال سياليو پر دوام دوه لوبې وشوې.

۱۱. علي امين د بلخ سنوکر اتم پړاو سياليو اتل شو.

۱۲. ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د والیبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

۱۳. افغان مهاجرينو د فوټبال منتخب ټيم په يوه دوستانه لوبه کې د ايران د اميد استقلال ټيم ته ماتې ورکړه.

۱۴. خوست: فيضو واليبال لوبډله د واليبال يووالي سياليو اتله شوه.

۱۵. غزني: قره باغ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

۱۶. لغمان کې د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

۱۷. بلخ کې د شمال زون فوټبال سيالۍ پيل شوې.

۱۸. د کابل پرمختګ فوټبال ليګ پر دوام يوه لوبه وشوه.

۱۹. د جنوب غرب زون فوټبال سيالۍ د هلمند په کوربتوب پيل شوې.

۲۰. خوست: له نشه يي توکو سره د مبارزې په هدف د هاکي سیالۍ ترسره شوې.

۲۱. هرات کې د سکيټ سيالۍ پيل شوې.

۲۲. د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ دوه يم پړاو مقدماتي سيالۍ پيل شوې.

۲۳. خوست: د ۶ ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

۲۴. د شطرنج ملي لوبډلې نړيوالو لوبو کې د ګډون په موخه هندوستان ته سفر وکړ.

۲۵. هرات: چشت شريف ولسوالۍ کې د محلي غېږنينونې سيالۍ ترسره شوې.

۲۶. تخار: ينګي قلعه ولسوالۍ کې د فوټبال لومړى پړاو سيالۍ پيل شوې.

۲۷. کاپيسا: د سوک وهنې منتخبې سيالۍ ترسره شوې.

۲۸. د هېواد پنځو زونو کې په يو وخت د فوټبال اتلولۍ سيالۍ پيل شوې.

۲۹. میدان وردګ: مرکز میدان ښار کې د شپږو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

۳۰. د فوټبال د پرمختګ جام سیالیو دوام؛ استقلال لوبډلې پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

۳۱. جوزجان کې د فوټبال ښوونيز سيمينار ترسره شو.

۳۲. نورستان کې د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې.

۳۳. د اسيا بين المللي ورزشي لوبو کې د ګډون لپاره د افغانستان تکواندو پڼځه کسيز ټيم روسيې ته سفر وکړ.

۳۴. هرات: غوريان ولسوالۍ کې د معارف جام فوټبال سيالۍ پاى ته ورسېدې.

۳۵. خوست کې د ختیځ او سویل ختیځ زون لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ پیلیږي.

۳۶. فرانسه په لومړي ځل د واليبال ملتونو ليګ اتله شوه.

۳۷. کابل: د فوټبال "پرمختګ" جام پرانستل شو.

۳۸. تخار: د واليبال حذفي جام سیالۍ تر سره شوې.

۳۹. دایکندي؛ د والیبال اختریز جام د ستارګان تیراه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

۴۰. هرات ولایت کې د کراټې سيالۍ ترسره شوې.

۴۱. په پکتیا کې د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې.

۴۲. فوټبال: مرکزي اسيا د ١٩ کلنو کم عمره اتلولي سياليو کې د افغانستان نوي ځوانانو لوبډلې تمرينات دوام لري.

۴۳. لوګر: ازره ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ د رضاخېلو لوبډلې په بریا پاى ته ورسېد.

۴۴. ميدان وردګ: د واليبال سيالۍ د عبدالباري لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

۴۵. کونړ: وټه پور ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

۴۶. فارياب: د فوټبال غوره ليګ کې يوه لوبه وشوه.

۴۷. غزني کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې.

۴۹. علي اکبر سخي: هغه افغان غر ختونکی چې د نړۍ دوه یمې لوړې څوکې K2 ته د ختلو پر مهال ومړ.

۵۰. بلخ: دهدادي ولسوالۍ کې د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

۵۱. بادغيس: د ورزشي سياليو له لارې د پوليو واکسين تطبيق په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړل شو.

۵۲. هرات کې د منډې وهلو (اتلتيک خفيفه) سيالۍ ترسره شوې.

۵۳. زابل: د فوټبال سيالۍ دوه يم پړاو ته ورسېدلې.

۵۴. هرات: پښتون زرغون ولسوالۍ د فوټبال ليګ پرانستل شو.

۵۵. لوګر: برکي برک ولسوالۍ کې د زورخانه يې سياليو نمايشونه ترسره شو