پاریس سنټ جرمن په یوه دوستانه لوبه کې ګامبا اوساکا ته ماته ورکړه

Afzal-af
پاریس سنټ جرمن په یوه دوستانه لوبه کې ګامبا اوساکا ته ماته ورکړه

د دوستانه سیالیو په دوام کې د پاریس سنټ جرمن فوټبال لوبډلې د جاپان تمریناتي لوبو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې د ګامبا اوساکا پر وړاندې لوبه وکړه او په پای کې یې ۶-۲ بریا خپله کړه.

د دې لوبې په ۲۸مه دقیقه کې پابلو سارابیا ، نیمار په ۳۲مه (پنالټي) او ۶۰مه دقیقه کې، نونو مندز په ۳۷مه دقیقه کې، لیونل مسي په ۳۹مه دقیقه کې او کلیان امباپه په ۸۷مه دقیقه کې (پنالټي) د پاریس لوبډلې لپاره ګولونه وکړل.

همداراز کیسوکه کوروکاوا په 34مه دقیقه او هیروتو یامامي په 70مه دقیقه کې د ګامبا اوسکا لپاره ګولونه ووهل.