خوست؛ چې تحولاتو يې ورزشي فعالیتونه هیڅ ټکني نه کړل – مرکه

ناپیژنده (not verified)
خوست؛ چې تحولاتو يې ورزشي فعالیتونه هیڅ ټکني نه کړل – مرکه

خوست؛ چې تحولاتو يې ورزشي فعالیتونه هیڅ ټکني نه کړل – مرکه

زموږ د مطبوعاتي ټيم غړي تمیم هیبت په دې مرکه کې له تاسې سره په خوست کې د ترسره شویو ورزشي فعالیتونو او راتلونکو پلانونو اړوند معلومات شریک کړي دي.

ښاغلي هیبت دا مرکه د خوست ورزشي مسؤل عزیز الرحمن ملنګ سره کړې ده، چې پکې يې د دې ولایت اړوند نږدې ټول ورزشي فعالیتونه، لاسته راوړنې، سیالۍ او ستونزې را سپړلې دي؛ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مشرتابه يې په دې هیله له تاسې سره شریکوي چې د ژوندي افغانستان د دې ولایت لنډه ورزشي ننداره به مو کړې وې!

په پیل کې خپل ځان را وپیژنئ، زده کړه او د ورزش په برخه کې کاري تجربه مو څومره ده ؟

بسم الله الررحمن الرحیم زه عزیزالرحمن ملنګ د سردار زوی د حقوق او سیاسي علومو په برخه کې مې زدکړی کړي چې په رزمي لوبو کې په هره برخه کې مهارت لرم خو په اساسي ډول په کونګفو او کبډي کې مې زیات کار کړی او زیات شمیر زده کونکی مې په دې برخه کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د خوست د ورزش په امریت کې له څومره مودې راهیسې په دنده بوخت یاست؟

له ۱۳۸۵ هـ ش کال را په دې خوا دخوست د سپورټ د امر په توګه دنده پرمخ وړم.

په خوست کې د سپورت وضعیت څه ډول دی؟

په خوست کې سپورتي فعالیتونه په ټولو ولسوالیو کې په ډېر منظم ډول پرمخ روان دي چې دلته اوس مهال هره اونۍ د یوې نه یوې رشتې لوبی روان وي چې په دې لوبو کې د خوست ولایت سربیره د نورو ولایتونو لوبغاړي هم لوبو ته را بلل کیږي.

د کرکټ د کلپ لوبی له تیرو دوه میاشتو را په دې خوا روانی دي .

دفوټبال په برخه کې په مرکز سربیره په اطرافي سیمو کې هم پینځه ټورنامینټونه روان دي.

د والیبال په برخه کې له تیروو دریو میاشتو را په دې خوا تر لسو ډیر ټورنامینټونه پیل او ختم شوی دي.

په رزمي برخه کې هم لوبی روانې دي.

په خوست کې د لوبغاړو لپاره څومره آسان تیاوې موجودې دی؟

موږ په خوست ولایت کې په مرکزي برخه کې یوازې د ځای امکانات لرو ،چې د سپورتی لوازمو او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ یو او همداشان لرې سیمو ته د تګ په برخه کې له ترانسپورتي ستونزو سره مخ یو ،چې پروخت رسیده ګي ستونزمنه ده .

په خوست کې د کومو فدراسیونونو څانګې فعاله دی؟

فعلاً موږ په خوست ولایت کې ددې رشتو فعالیتونه لرو:

فوټبال، کرکټ، کونګفوتوا ، تکواندو WTF تکواندوITTAF، تکواندو ITF ، هاکي، کبډي، غړو ښکلا، پانکریشن، کیک بوکس، جمناسټیک، پاور لفټیک، اشي هارا کراټه،قوت الرمی، والیبال، شطرنج ، کراټه، بایسکل ځغلوونه، اتلیتیک، ووشو،نیزه وهنه، معلولین، باتوراندود، سکېټ، فري فایټ، فول رزم، سوکیوکوشین کراټه، کیوکوشین کان کراټه، MMA، AFC ساکاموتوکیوکوشین، کیک جیتسو، جوجیتسو، آس ځغلوونه.

په خوست کې د ورزش د ودې لپاره کوم پلانونه په لاس کې لرئ؟

موږ په خوست ولایت کې د لوبغاړو د فعالیت په موخه او د دوی د ښه روزولو په موخه لوبې برابروو د تشویق په موخه یې تجارانو ته بلنه ورکوو ستاینلیکونه او تقدیر نامې ورکوو.

د خوست په ورزش کې د رژیم په بدلون سره کوم بدلونونه راغلي دي؟

امنیت ښه شوی ، لیدونکي پرته له وېرې لوبو ته راځي او هم د ورزش لړی پرتو سیمو ته غځیدلې.

د اسلامي امارت مشرانو په خوست کې له ورزش سره تر اوسه څومره مرستي کړي؟

د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي تل له ورزش حمایت کوي ، د دوی امنیت نیسي او هم یې د ملي لوبغالي د پرېوتلي لوژ د ترمیم له پاره یو سل زره افغانۍ مرسته کړی.

په مرکز کې مو له چارواکو څه غوښتنه څه ده ؟

له مرکزي ادارې غواړو ،چې موږ ته ترانسپورتي وسایل برابر کړي ، د سپورتي لوازمو په برخه کې مرستې وکړي او لوبغاړو ته په بیلابیلو ولایتونو کې د لوبو منظم سیستم برابر کړي او هم یې مالي ملاتړ وکړي.

تاسو څومره خوشبین یاست چې په خوست کې به د اسلامي امارت تر چوکاټ لاندی د ورزش په برخه کې ښه پرمختګ وشي؟

موږ زیات خوشبین یو په نوي نظام کې چې ورزش به ډېر پرمختګ وکړي ،ځکه چې په لنډ وخت کې ډېرو داسې سیمو ته ورزش ته للی چی پخوا نه و تللی.

د خوست خلک له کوم ورزش سره ډیره مینه لري؟

د خوست وګړي له ټولو سپورتنوسره مینه لري ، خو په تیره بیا له ( کرکټ ، فوټبال ، والیبال ، کبډي او نیزه وهلو سره زیاته مینه لري ).

په خوست ولایت کې ورزشی آسانتیاوې څه دی آیا د روزنیزو ورزشی سیالیو ستونزې حل کولی شي؟

موږ په خوست ولایت کې په خپل چوکاټ کې اماني لوبغالي ترڅنګ یې د کرکت اکاډمي ، دفوټبال اکاډمي ، د هاکي اکاډمي ، په اداري کمپلېکس دوه منزله تعمیر، همدارنګه یو جمنازیوم چې د وخت والي له خوا په اداري کمپلېکس کې جوړ شوی چې ۹۰ فیصده کارونه یې مخته لاړ دي ، د معلولینو له پاره د باسکیټبال میدان لرو همدا ډول د ښاروالۍ په چوکاټ کې د کرکټ میدان ، د فوټبال میدان ، دوالیبال میدان لرو، یو شخصي د کرکټ میدان لرو ، یو دولتي د کرکټ مجهز استیډیوم لرو ، خو په ولسوالیو کې بیا ډېرې ستونزې شته ، چې میدانونه نلرو ، خو بیا هم خلک ورزش ته لیواله دي.

په ملی ټیم کی ده کوم فدراسیون سره تړاو لری ؟

کبډي په رشته کې په ملي ټیم کې پاتې شوی یم .

د خوست آمریت په اداری تشکیل کی څو کسان یاست ؟

موږ اوس مهال لس کسیز تشکیل لرو چې (۵) مامورین او (۵) اجیران دي.

د مختلفو څانګو د لوبغاړو شمیر چی په رسمي توګه په دې ولایت کې ثبت شوي دي څومره ده ؟

موږ په خوست ولایت کې (۴۱۰۰۰) لوبغاړي لرو .

آیا د خوست لوبغاړي په ټولنیزو، مدني او فرهنګي فعالیتونو کې برخه اخلي او که نه؟

زموږ لوبغاړي په مدني حرکتونو ، لکه مشاعرې ، غونډې او نورو هېواد شموله ملي فعالیتونو کې رغنده ونډه لري.