پکتيا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۴:۳۵
پکتيا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بزکشۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري په روحاني بابا ولسوالۍ کې د موسی بن نظير او خالد بن وليد لوبډلو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې د نيزه وهنې لوبې د ودې او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله کې موسی بن نظير لوبډلې د ۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې د روحاني بابا خيريه بنسټ له لوري غوره ورزشکارانو ته ځانگړې شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۶:۵۷
Background image

پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښرنې ښار په قمرالدينانو کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ميرياڼو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۶:۵۶
Background image

کابل؛ د هیواد په کچه د باسکټبال ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ شپږم پړاو ښوونییز ورکشاپ پیل شو

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د باسکټبال ملي فدرا سیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د باسکټبال ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ شپږم پړاو ښوونیز ورکشاپ پيل شو.

په دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۵:۲۰
Background image

لوګر؛ مرکز پل علم کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د یادولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS