ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۴:۳۹
ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

د آسیا د ملتونو جام سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ګروپي سیالیو په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې بحرین ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې دوه سیالۍ ترسره کړې وې، چې له ایران څخه یې د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې خوړلې وه او له کویټ سره یې لوبه په ۳-۳ ګولونو مساوي پای ته رسېدلې وه.

د اسیا د ملتونو جام د فوټسال سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب بانکوک ښار کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د اپریل په ۱۷مه نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۷:۳۱
Background image

ميدان وردگ؛ مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ځواک ميدان ښار لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۷:۲۷
Background image

کندز ښار کې د والیبال لومړی پړاو سیالۍ د نوجوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ښار مرکز په کلوپ سپین زر ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۵:۴۰
Background image

غزني؛ مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د استاذ محمد داوود خاکسار جام په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS