ميدان وردگ؛ ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ځواک ميدان ښار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د ځواک میدان ښار، فامیلي، سپین غر، منتخب نرخ، جلرېز منتخب او باري کابل لوبډلو گډون کړی وو.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ځواک ميدان ښار لوبډلې سيالې سپين غر لوبډلې ته د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.