پاریس سنټ جرمن د اتلولۍ لپاره یو بل ګام نږې شو

Afzal-af
پاریس سنټ جرمن د اتلولۍ لپاره یو بل ګام نږې شو

پاریس سنټ جرمن د مارسې په وړاندې د 2-1 په بریا سره د فرانسې لیګ د ګټلو لپار یو بل ګام نږدې شو.

پاریس سنټ جرمن او مارسې د فرانسوي لیګ د 32مې اونۍ ترټولو مهمې سیالۍ یو بل سره لوبه وکړه.

د پوچیتینو ټیم د جدول په سر کې د دوهم ټیم په وړاندې 2-1 په پایلې سره او د 74 نمرو سره د یاد لیګ مخکښ ټیم دی.

د پاریسانو لپاره په دې لوبه کې نیمار او امپاپه په ګول کولو بریالي شول او د مارسې یوازینی ګول د دویه چالتا سار لخوا ترسره شو.

په دې بریا سره پاریس سنټ جرمن ۷۴ نمرې ترلاسه کړې چې له دویم مقام مارسې سره یې د نمرو واټن يې ۱۵ ته لوړ کړ.

د دې واټن په رامنځته کولو سره ، د پوچیټینو زده کونکي د فرانسوي لیګ د ګټلو لپاره ډیر چانس لري.