کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې ازادې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د خان آباد ولسوالۍ په صندوق سای سیمه کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د غېږ نیونې آزادې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د ورزش کارانو او خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرول او د ورزش کارانو جسمي وړتیا لوړول ښودل شوي دي.