لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې ټېپ بال کرکټ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار داود خېلو کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د میهن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د میهن او کمال کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. میهن لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه خو سیالې لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۶۸ منډې وکړې او سیالي یې د ۸۰ منډو په توپیر وبایلله.
د سیالیو په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.